IQNA

 قران محور او د وحي د کلام فهم  د ۱۴۰۳کال د حج لومړیتوب

11:03 - May 06, 2024
د خبر لمبر: 3489175
 ایکنا – د حج او زیارتو په چارو کې د ولی فقیه نماینده  د حج په موسم کې د الهی آیتونو په درک او دفهم  او له قرآن سره  د لازیات انس لپاره د بیت الله الحرام حاجیاو ته په سپارښتنو سره  ووئيل، د قرآن چورلیزتوب  او د وحي د کلام فهم  د ۱۴۰۳ کال په حج کې پخپل لومړیتوب کې راولئ.

ایکنانیوز د حج د اطلاع رسونې د ویبسایټ له قوله راپور راکړ، د حج او زیاراتو په چارو کې د ولی فقیه نماینده او د ایرانیو حاجیانو سرپرست حجةالاسلام سید عبدالفتاح د تهران ولایت د حاجیانو په روزونکي اوتوجیهي غونډې کې چې د شبنې په ورځې د تهران د آزادۍ په دولس زره کسیز هال کې ترسره شوي وئيلي دي، مونږ هرڅه لرو له قرآن  کریم او اهل بیت علیهم السلام څخه دي، په  حج کې  له قرآن سره د انس محفلونه او د قرآن چورلیزتوب او د وحي دکلام درک او فهم  پخپل لومړیتوب کې ولرئ.

حجةالاسلام نواب  دحج د سفر له معنوي فرصته د استفادې ضرورت یادونه وکړه او حاجیانو ته ئې سپارښتنه وکړه چې د وحی د کلام په تلاؤت سره  انس پيدا کړئ.

هغه دغه راز زیاته کړه،په تیرو کلوننو کې حاجیانو دحج د دستورو په دوام کې د قرآن دیرش سپارې حفظ او پخپلو ځينو طوافونو کې د قرآن دیرس سپارې تلاؤت کړې چې دا ډير ارزښتمن اقدام دی.

د حج او زیاراتو په چارو کې د ولی فقیه نماینده  دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  دشهادت دکلیزې په مناسبت  په تسلیّت وئيلو سره  هم ووئيل، دغه امام بزرګوارپخپل برکتناک عمر کې ډير زیات رول لوبولی دی او په عین حال کې له ډيرو زیاتو چیلنجونواو مشکلاتو سره مخامخ  ؤ.

حجةالاسلام  نواب د بیت الله الحرام د حاجیانو ترمینځ د یوزړتوب او پيوستون په ضرورت ټينګار وکړاو وې وئيل،دښمنان په دومدار ډول د اسلامی امت ترمینځ په درز اوتفرقې او اختلاف اچولو پسې دي او د مسلمانانو وحدت نشي زغملی، پر دې اساس اسلامی امت باید په یوزړتوب او د اتحاد په ساتلو سره ددښمنانو ټوله دسیسې شنډې کړي.

د ایرانیو حاجیانو سرپرست په دې په ټينګار سره چې مسلمانان باید له یوه بل سره په ورین تندي چلند وکړي، ووئيل،دغزې تړانګې له مظلوم ملت څخه ملاتړ یو بل هغه مورد دی چې باید  سږکال د حج په دستورو کې ورته زیات پام وشي،اوس شاهدان یوو چې حتی په لویدیځي ټولنو کې محصلین دغزې د مظلومانو په ملاتړ کې میدان ته راوتلي دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د لویدیځ درست قدرت د حماس او د هغو د قوماندانانو د نابودۍ لپاره د اسرائيلو ترڅنګ دریدلی،خو د مقاومت دقدرت د له مینځّه وړلو کې بریالي شوي نه دي،د بیت الله الحرام  له حاجیانو وغوښتل چې د غزې د شهیدانو او دددغې سیمې د مظلومو خلکوا و ددغې تړانګې د کړیدلو  ماشومانو او ښځو  په نیّت سره دې طواف وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4213825

captcha